افغانستانخبرونهلوبې

کرېکټ ملي لوبډلې له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ چوپتیا وکړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ لپاره د شارجې په کرېکټ لوبغالي کې له کوربه هېواد سره د خپلې دویمې لوبې په پیل کې د درناوي لپاره څو شېبې غلي پاتې شول.

لوبغاړو د زلزله ځپلو کورنیو سره په ویرنه کې پر مټو یې تورې پټۍ لګولې وې.

ډېرو لوبغاړو پر خواله رسنیو هم د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي او له خلکو یې غوښتي چې د قرباني کورنیو لاسنیوی وکړي.

افغان کرېکټ بورډ وایي، افغان لوبغاړو د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د خپلې نننۍ لوبې ټول فیسونه او د بېړني اقدام په توګه او نورې انفرادي مرستې، چې تر لسګونو زرو ډالرو پورې رسېږي، د کونړ زلزله ځپلو هېوادوالو سره د مرستې په موخه ځانګړې کړې دي.

کرېکټ بورډ ویلی، سربېره پر دې، په خوست کې د زونونو په کچه روانو لېسټ ای سیالیو کې بوخت افغان لوبغاړي به هم سبا خپلې مرستې راټولې کړي چې کونړ ته یې واستوي.

بورډ زیاتوي، چې دغه مرستې به په بېړنۍ توګه سبا کونړ ته ورسېږي او د افغان لوبغاړو د مرستې لړۍ به لا هم دوام ولري.

د وروستیو معلوماتو له مخې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له کبله د کونړ ولایت په نورګل، څوکۍ، وټه پور، ماڼوګۍ، چپه دره او نورو سیمو کې ۸۰۰ څخه زیات مړه او تر ۲۵۰۰ زیات ټپیان دي.

دغه راز په ننګرهار کې بیا ۱۲ تنه مړه او تر ۲۵۰ زیات ټپيان دي. اخوا بیا په لغمان کې ۵۸ تنه ټپيان شوي دي.