
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د خیبرپښتونخوا په بنو کې د وسلهوالو په برید کې ۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي
د را پورونو له مخېګ د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې نن سهار د اېف سي مرکز ته مخې موټر بم برید په ترڅ کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي.
د دغه برید مسؤلیت د پاکستان اتحادالمجاهدین ډلې منلی دی.
د بنو پولیسو ویلي، چې نن سهار وختي لومړی د اېف سي ځواکونو د مرکز مخ ته د موټربم چاودنه وشوه او بیا درې ځانمرګي بریدګر مرکز ته ننوتل.
د پولیسو په وینا؛ د موټربم په چاودنه کې دوه پوځیان ووژل شول او درېیم پوځي وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
پولیسو زیاته کړې، چې درې واړه بریدګر وژل شوي دي.