
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د ډان نیوز ویب پاڼې د خبر له مخې؛ د ایف آئی اې ادارې د تورخم په سرحدي سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې له یوه مسافر سره ۲۵ جلده افغان پاسپورټونه نیولي دی.
د معلوماتو له مخې؛ دغه پاسپورټونه چې په ډیر خوندي ځای کې اېښودل شوي، په ټولو د تاجکستان ویزې لګیدلي دي.
پاکستاني پولیسو ویلي، نیول شوی کس د جلال اباد اوسیدونکی دی او په دغه هېواد کې د انساني قاچاق ضد څانګې ته لیږل شوی دی.
تر دې وړاندې هم په دغه هېواد کې د پاکستانیانو په مرسته د ګڼ شمېر جعلي ویزو او پاسپورټونو سره نیول شوي دي.