
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د محمد نبي، نور احمد، راشد خان او فضل الحق فاروقي د غوره توپ اچونې پرمټ پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه .
په دې لوبه کې افغانستان د پچې ګټلې وروسته لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلي شل اورونو کې یې ۱۷۰ منډې هدف پاکستان ته وټاکه.
د افغانستان لخوا ابراهیم ځدران ۶۵ او صدیق اتل څلور شپیته منډې وکړې.
د پاکستان لخوا فهیم اشرف څلور او صایم ایوب یو افغان لوبغاړی وسوزوه.
د یاد هدف په ځواب کې د پاکستان لوبډلې په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۵۱ منډې ترسره کړې او په دې سره یې په ۱۸ منډو د افغانستان لوبډلې ته ماتې ومنله.
د پاکستان لخوا په توپ وهنه کې حارث رؤف تر ټولو زیاتې ۳۴، فخر زمان ۲۵ او سلمان اغا ۲۰ منډې وکړې.
د افغانستان لخوا فضل الحق فاروقي، نور احمد، راشد خان او محمد نبي دوه، دوه ویکټې واخیستې.
دې بریا سره افغان لوبډلې په روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې دویمه پرلپسې بریا خپله کړه.
افغانستان تر دې وړاندې متحده عرب اماراتو ته ماتې ورکړې وه.
که څه هم افغانستان پرلپسې بریا تر لاسه کړه، خو د غوره رن ریټ له امله پاکستان اوس هم د جدول په سر کې ځای لري.