افغانستانخبرونه

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل کړی

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې په یوه اعلامیه کې نن په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، کابل ځای ځای باران، لوګر، میدان وردګ، خوست او پکتیا ولایتونو کې د تېز باران تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

یادې ادارې همداراز په سویل ختیځو، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو وړاندوېینه کړی.

سږ کال په افغانستان کې د موسمي بارانونو او سېلابونو له امله په سلګونه کسان مړه شوي، زرګونه کورونه ویجاړ شوي او پراخې کرنیزې ځمکې له منځه تللي دي.

د اقلیمي بدلونونو له کبله د هېواد په اکثریت ولایتونو کې په پرلپسې ډول د سختو بارانونو شدت زیات شوی دی.