خبرونهنړۍ

د چین ولسمشر: نړۍ د جګړې او سولې په دوه لارو کې ولاړه ده

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، نړۍ اوس د سولې او جګړې د پرېکړې په دوه لارو کې ولاړه ده او انسان باید له دغه دواړو د یوه ټاکنه ترسره کړي.

هغه دغه څرګندونې د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د جاپان د ماتې د کلیزې په مناسبت په چین کې د ملي تاریخ تر ټولو لویه او پوځي پریډ د ترسره کولو پر مهال وکړې.

په دغه مراسمو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د بېلا بېلو هېوادونو لومړی درجه استازو ګډون کړی وو.

د چین ولسمشر شي جین پینګ پخپله وینا کې وویل: نړۍ اوس د سولې او جګړې د پریکړې په دوه لارې ولاړه ده، او زیاته یې کړه چې انسانان باید نن سبا په جګړه یا سوله کې یو غوره کړي، او د نړۍ له ملتونو یې غوښتنه وکړه چې تاریخي فاجعې بیا له سره رامنځته کیدو څخه وژغوري.

ولسمشر شي جین پینګ وویل: د چین خلک د سولې لپاره ژمن دي او د تاریخ په سمه لاره ولاړ دي، او د چین د ملت پرمختګ او سوکالي نشي درول کیدای.

هغه وویل چې دوی داسې نړیوال نظام غواړي چې پر انصاف او برابرۍ ولاړ وي، او روښانه یې کړه چې موږ به هیڅکله، که هر څومره زورور شو، د جګړې غوښتنې لاره غوره نه کړو.

په دې پریډ کې د هایپر سونیک میزایلو، اټومي وسلو او د چین د تر ټولو پرمختللې پوځي ټیکنالوژۍ ننداره وشوه.