افغانستانخبرونه

د کونړ زلزله ځپلو ته د وینې ورکوونکي ځوان مړینه او غبرګونونه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ننګرهار کې یوې باوري روغتیايي سرچینې کابل تیلیګراف ته وویل چې د شاهد په نوم د جلال‌اباد ښار یو اوسېدونکی د کونړ زلزله ځپلو ته د وینې د ورکړې پرمهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ دغه ځوان د وینې د ورکړې پرمهال د فشار د ټېټېدو له کبله مړ شوی دی.

په ننګرهار کې رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

وړاندې په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست سیمه‌ییزو چارواکو له خلکو غوښتي و، چې د کونړ زلزله ځپلو او ټپیانو ته دې د وینې د ورکړې لپاره روغتونونو ته ورشي.

یوه ډاکتر بیا له تیلیګراف سره د نوم نه خپرولو په شرط خبرو کې وویل، چې د وینې ورکړې پرمهال د انسان مړینه ناشونې ده، خو ښايي دغه چاره د ډاکترانو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې وي.

د خلکو غبرګونونه:

د سیرت په نوم یوه ځوان بیا په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې: « شاهدخان د نورو د ژوند ژغورنې لپاره روغتون ته راغلی وو، خو بدبختانه خپله په ابدي خوب ویده شو.»

د محمد عیسی په نوم یوه مدني فعال بیا لیکلي چې، په دولتي روغتونونو کې ډاکتران هېڅ خپلومسوولیتونو ته پام نه کويؤ یوازې ورځې تېروي او مازیګر خپلو شخصي روغتونو ته ځانونه رسوي.

د سهار ناصري په نامه یوه بل ځوان بیا په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:«  څه معنی؟ یو ځوان دې چې په پياوړی دی د وینې ورکړې پرمهال ژوند له لاسه ورکړي. له دې ځوان څخه په روغتون کې وینه اخیستل کېده که د سړک پر سر؟ که روغتون وو، نو ډاکتران چېرته وو، ولې پام نه دی شوی؟ که فشار پورته او ښکته کېده نو ولې نه کنټرولیده؟».

خلکو له طالبان غوښتي چې دا پېښه تعقیب کړي او عامل پيدا او په سزا یې ورسوي.