
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره د شانګهای غونډې په څنډه کې کتلي.
په دې کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر د ترانس – افغان پروژې په اړه غږېدلی او دا یې د سیمې د سوکالي عامل بللی دی.
شهباز شریف او ولادیمیر پوتین پر دې سربېره په سیمه کې یې وروستي تحولات هم ارزولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ترانس – افغان پروژه به روسیه او بیلاروس د قزاقستان، ازبکستان او افغانستان له لارې له پاکستان او جنوبي اوبو سره وصل کړي.
تر دې مخکې دطالبانو حکومت هم دا طرحه د سیمې د سوداګرۍ لپاره کلیدي بللې وه، خو ټینګار یې کړی و چې د افغانستان له ګډون پرته به عملي نهشي.
د ویلو ده چې د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې پر افغانستان او د سیمې پر وروستي وضعیت بحثونه شوي او همداراز د نړۍ پر سوداګریزو تحولاتو خبرې شوې دي.