افغانستانخبرونهلوبې

ابراهیم ځدران: زړونه مو لا هم د افغانستان د زلزلو له قربانیانو سره دي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ له پاکستان څخه تر بریا وروسته په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي،: «په تېرو دوو ورځو کې مو دوه مهمې بریاوې تر لاسه کړې، خو زمونږ زړونه لا هم د افغانستان د زلزلو له قربانیانو سره دي.»

ځدران دا بریاوې د ټولو قربانیانو او د دوی غمجنو کورنیو ته ډالۍ کړي دي.

ځدراڼ دغه راز زیاته کړې، چې دا بریاوې دې هغوی ته هم ډالۍ وي چې  د دوی پهٔ ژغورلو کې یې ځانونه ستړي کړل او لا هم لګیا دي.

افغان ستوري ابراهیم ځدراڼ زیاته کړې: «ستاسو قوت موږ ته الهام راکوي او پهٔ هر حالت کې مو تر څنګ ولاړ یو.

کونړ کې د زلزلې له امله د اوښتي زیان کچه لاهم په لوړېدو ده اوخلک د مړو د موندلو او ټپيانو پر ژغورلو لګیا دي.

وروستي معلومات دا دي، چې زلزلې له امله په کونړ کې تر ۱۴۰۰ تنه پورته مړه او شاوخوا ۴۰۰۰ پورې ټپیان دي.

دا ارقام لاهم وروستي نه دي.