افغانستانخبرونه

د متحده عربي اماراتو د لټون او ژغورنې ځواکونه افغانستان لیږل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

متحده عربي امارات یوه ځانګړې ډله، چې د مرستندویه ځواکونو او بیړنیو عملیاتو کارپوهانو څخه جوړ دی، د بشري مرستو او طبي تجهیزاتو سره د زلزله ځپلو د مرستې لپاره کابل ته استولی دی. 

دغه هېواد ویلي، یاد کسان به کونړ ولایت کې د زلزله ځپلو د راویستلو او نورو برخو کې مرسته وکړي.

د امارات الیوم ورځپاڼې راپور له مخې، د یادې ډلې اصلي تمرکز به تر ویجاړیو لاندې د پاتې کسانو د ژغورنې او خلکو ته په بېړنیو مرستو رسولو وي.