افغانستانخبرونهلوبې

د افغانستان د ۲۳ کلنو کم عمره د فوټبال لوبډله نن جاپان سره سیالي لري

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د هېواد د ۲۳ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله نن، چهارشنبه (د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي ۱۲مه) د ۲۰۲۶ آسیايي جام د غوراوي پړاو په لومړۍ لوبه کې د جاپان د پیاوړې لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته کیږي.

دا لوبه، چې د میانمار په یانګون ښار کې د کابل په وخت د ماښام په ۵ بجو پیلیږي.

د خبري سرچینو په وینا، د ۲۳ کلنو د آسیايي جام غوراوي سیالۍ د ۴۴ لوبډلو په ګډون په ۱۱ ډلو کې ترسره کېږي. 

افغانستان په B ډله کې د جاپان، کویت او میانمار (کوربه) سره یوځای دی. 

د هرې ډلې مشرې لوبډلې او د دویم مقام څلور غوره لوبډلې به د دې سیالیو وروستي پړاو ته، چې په ۲۰۲۶ کال کې په سعودي عربستان کې ترسره کېږي، لار پیدا کړي.