
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د شمالي ولایتونو د سفر پرمهال د سرپل د بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د مسلکي استخراج او د معادن ترمنځ د نښلونکي سړکونو پروژه پرانیسته.
ملا برادر وویل چې افغانستان له طبیعي سرچینو څخه بډایه هېواد دی او دا سرچینې بنسټیز ارزښت لري.
د هغه په وینا، د دغو سرچینو مسلکي استخراج کولای شي، د اوږدمهالو بنسټیزو پروژو د تمویل، صنعتي ودې او د ملي عوایدو د لوړولو په برخه کې مهم رول ولوبوي او د هېواد په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر زیاته کړه چې د هېواد د طبیعي زیرمو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید یوازې په خامو توکو د صادارتو بسنه ونهشي، بلکې د پروسس او تولید فابریکې باید دننه په هېواد کې جوړې شي، څو د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره بېروزګاري کمه او د کورني صنعت وده وشي.