د کونړ په زلزله کې د مړو شمېر ۱۴۵۷ ته لوړ شو

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي اداره وایي چې، د تېرې دوشنبې شپې د زورورې زلزلې له امله په کونړ ولایت کې د مرګ ژوبلې ارقام نور هم لوړ او لاهم وروستي شوي نه دي.
یاده اداره زیاتوي چې تر دې دمه ۱۴۵۷ کسان مړه او ۳۳۹۴ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند یوسف حماد په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د دغې زلزلې له امله ۶۷۸۲ استوګنیز کورونه هم په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.
حماد زیاتوي چې، دې زلزلې د کونړ د نورګل ولسوالۍ په مزار درې او د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې ډېر کسان اغېزمن کړي او لا هم د زیانمنو د ژغورنې عملیات دوام لري.
د دوشنبې شپې سختې زلزلې د کونړ سربېره د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمېر برخې هم ولړزولې.
د کونړ غمیزې د نړۍ په لر او بر کې خلک خواشیني کړي.
یو شمېر هېوادونو، نړیوالو مرستندویه بنسټونو او سازمانو د نغدي او لومړنیو بشري مرستو اعلانونه کړي چې تر اوسه د هند، ایران او خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت مرستې رسېدلې دي.
دغې زلزلې کابو ۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړې ده.
په سیمه کې لاهم د مړو دموندلو او ټپيانو د ژغورلو عملیات جریان لري او ژغورونکې ډلې وایي، چې ښایي د مرګ ژوبلې ارقام تر دې هم لوړ شي.