
کابل ټیلیګراف د وږي ١٢مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د قطر د بشري مرستو کاروان کابل ته راورسېد؛ مسوولین وايي، دا مرستې به د ختیځ زلزلهځپلو په ځانګړي توګه کونړ کې ووېشل شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه هېواد بشري مرستې د افغانستان ختیځو ولایتونو د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې په موخه پرون (چهارشنبه) کابل ته ورسولې.
په دې مرستو کې خوراکي توکي، درمل او د استوګنې لپاره اړین وسایل شامل دي چې د چارواکو په وینا، د څه باندې ۱۱ زره تنو زلزلهځپلو کورنیو ته به ووېشل شي.
د اعلامیې له مخې، دا مرستې د قطر د دولت د وزیرې په مشرۍ چې د نړیوالو همکاریو په چارو کې ځانګړې وزیره ده، مریم بنت علي بن ناصر المسند کابل ته راوړل شوې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه هېواد د افغانستان له ولس سره د هر ډول طبیعي پېښو او بشري ناورینونو پر مهال د همکارۍ لپاره ژمن دی، او دا مرسته د همدې ژمنو یوه برخه ده.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان په ختیځ، په ځانګړي ډول د کنړ او ننګرهار ولایتونو کې سختې زلزلې ګڼو کورنیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.