
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د کونړ ولایت د زلزله ځپلو د تلفاتو لوړ ارقام چې د ځینو غیر مسؤل کسانو لخوا خپاره شوي، حقیقت نلري.
د ښاغلي مجاهد په وینا، زلزله ځپلو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیاتو د دوام له امله د شهدانو شمېر زیات شوی، خو تر اوسه دقیق ارقام نشته او د تایید وروسته به نوي ارقام شریک شي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یو طالب شکله کس چې د پېښې په ځای کې ولاړ دی، د کتابچې له مخې د زلزلې له امله د شهیدانو شمېر شاوخوا ۱۴ زره اعلانوي.
طالبانو پرون د دغه زلزلې د شهیدانو شمېر ۱۴۶۵ تنه اعلان کړ.
بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې عامو خلکو د زلزلې قربانیانو سره د اعلان شویو مرستو د شفافیت په اړه خپلې اندېښنې ښودلي او د طالبانو څخه یې غوښتي، چې په شفاف ډول یې ولس ته حساب ورکړي.