
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ هغه کیمیاوي مواد چې د نشهيي توکو په جوړولو کې کارېدل په فراه کې تر نیول کېدو وروسته سوځول شوي دي.
په فراه ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د دې ولایت د خاور سفید ولسوالۍ په رنج سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال ۳،۲۵۰ کیلوګرامه هغه کیمیاوي مواد کشف او وسوځول چې د نشهيي توکو په جوړولو کې کارېدل.
دوی د دغه توکو د تر لاسه کولو پر مهال د نیول شویو کسانو په اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو کې ځینې را پورونه خپاره شول، چې د نشه یي توکو په قاچاقبرۍ کې لوړ پوړي طالب چارواکي لاس لري.