افغانستانخبرونه

زلزله خپلو ته د مؤقتي سرپناه په موخه د خیمو نصبولو لړۍ پیل شوې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د کو نر ولایت د زلزله ځپلو لپاره د موقتي سرپناه په موخه د خیمو نصبولو بهیر پیل شوی دی. 

د طالبانو تر واک لاندې د پیښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، د کونر ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې د هغو زلزله ځپلو لپاره د موقتي سرپناه برابرولو په موخه د خیمو نصبولو بهیر پیل کړی چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا د زلزلې له خطر سره مخ دي.

 دې ادارې نن (پنج‌شنبه، ۱۳ سنبله) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې ادارې مرکزي او ولایتي کارکوونکي د لټون او ژغورنې عملیاتو، ټپیانو د انتقال، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، ګرمو خوړو وېش او نورو فعالیتونو ترڅنګ، د نورګل، څوکي او خاص کو نر ولسوالیو په کليو کې د زلزله ځپلو لپاره د موقتي سرپناه برابرولو او د هېوادوالو لپاره د عزتمند ژوند د تامین په هڅه کې دي.

د یادونې وړده، چې د زلزلې وروسته ګڼ شمېر هېوادون په ګډون خیریه بنسټونو هم اعلان کړی، چې د قربانیانو لپاره یې د خیمو د نصبولو لړۍ پیل کړې ده.