خبرونهنړۍ

غزه؛ د اسرائیلو بریدونو کې ۷۹ فلسطینیان وژل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، په تیرو څلرویشت ساعتونو کې په غزه د اسرائیلو بریدونو کې ۷۹ فلسطینیان وژل شوي.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې؛ په وژل شویو کې ۱۶ تنه هغه کسان هم شامل دي، چې د مرستو تر لاسه کولو په موخه ولاړ و.

 اسرائیلي ځواکونو د غزې په ښارونو لکه غزې ښار، رفح او خان یونس باندې په وروستیو کې هوايي بریدونه پیل کړي، چې له امله یې په زرګونو کسان بې‌کوره شوي دي

.د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ویلي، د اسرائیلو د بریدونو له امله په غزه کې بشري ناورین رامنځته شوی او سمدستي اوربند اړین دی.