افغانستانخبرونه

قزاقستان کې افغانانو ته د پاسپورت د ورکړې لړۍ پیل شوه

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

قزاقستان کې د طالبانو د حکومت سفارت وایي چې هلته یې افغانانو ته د پاسپورت وېشلو لړۍ پیل کړې ده.

د یاد سفارت په خبرپاڼه کې ویل راغلي، چې نن په استانه کې د طالبانو د شارژدافېر له لوري، د لومړي افغان پاسپورټ په ورکولو سره د پاسپورټونو د وېش لړۍ رسماً پيل شوه.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې له دې وروسته په قزاقستان کې مېشت ټول افغانان کولای شي، د اړتیا په مهال د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره سفارت ته مراجعه وکړي.

تر دې مخکې هم په یو شمېر نورو هېوادونو کې د طالبانو د حکومت د سفارتونو له لوري مېشت افغانانو ته د پاسپورتونو وېش پیل شوی وو.

د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ډېرو هېوادونو کې د پاسپورت وېشل ځنډېدلی وو، خو په تېرو څو کلونو کې دا لړۍ بیا پیل شوې ده.