ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

انسټاګرام د ریلز ویډیوګانو لپاره د پکچر ان پکچر فیچر ازموینه کوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د میټا شرکت اړوند د انځور شریکولو اپلیکیشن کې د ریلز ویډیوګانو د لیدو لپاره انسټاګرام د پکچر ان پکچر فیچر ازموینه پیل کړې ده.

د شرکت لخوا پخلی شوی چې دا فیچر د محدودو کاروونکو ترمنځ ازمایل کېږي. 

د دې فیچر له لارې به کاروونکي وکولی شي د نورو اپلیکیشنونو د کارولو پر مهال د انسټاګرام ریلز په سکرین باندې په یوه کوچنۍ کړکۍ کې وګوري. 

د پکچر ان پکچر فیچر له لارې کاروونکو ته به د ویډیوګانو د لیدو ترڅنګ د ملټي ټاسکینګ یا نورو کارونو د ترسره کولو فرصت برابر شي. 

هغه کاروونکي چې دا فیچر ورته شته، د شرکت لخوا د پوپ اپ نوټیفیکیشن له لارې د دې نوي فیچر په اړه خبرول کېږي. 

په بېلابېلو اپلیکیشنونو لکه ټک ټاک او یوټیوب باندې د پکچر ان پکچر ملاتړ له ډېرې مودې راهیسې شته. 

خو په انسټاګرام کې اوس دا فیچر معرفي کېږي. 

د دې فیچر اشاره د انسټاګرام مشر ایډم موسیری څو میاشتې وړاندې ورکړې وه.