
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د کونړ په نورګل ولسوالۍ مزار درې، د څوکۍ ولسوالۍ ډيوه ګل درې، چپې درې، او ماڼوګي ولسوالۍ په زلزله ځپلو ساحو کې تر دې دمه په ويجاړو شويو کورونو کي د پلټنې او ژغورنې په عملياتو کې د سلګونو شهيدانو جسدونه را ايستل شوي.
نوموړي زیاته کړه، د تازه شمېرو له مخې په یاد ولایت کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر۲۲۰۵ او د ټپيانو شمېر ۳۶۴۰ تنو ته پورته شوی دی.
هغه ویلي، د ژغورنې او پلټنې هڅې لا هم دوام لري، په بېلا بېلو سیمو کې خلکو ته خيمې نصب شوې او د لومړنيو او عاجلو مرستو انتقال په منظم شکل جريان لري.