
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان په ختیځ کونړ ، ننګرهار او لغمان کې له مرګونې زلزلې وروسته، د اسټرالیا او ایرلینډ حکومتونو د قربانیانو لپاره په ټولیزه توګه یونیم میلیون یورو او ډالرو بشري مرستې ځانګړې کړې دي.
اسټرالیا اعلان وکړ چې هېواد یې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د دوی په وینا، دا مرسته به د “افغانستان بشري صندوق” له لارې اړمنو ته ولیږدول شي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) لخوا اداره کیږي.
له بلې خوا، د ایرلینډ حکومت هم د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو لپاره پنځه لکه یورو ځانګړې کړې دي.
ایرلینډي رسنیو راپور ورکړی چې دا اندازه به د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون ته ولیږدول شي ترڅو اغیزمنو کورنیو ته بیړني خواړه، د څښاک اوبه، روغتیایی خدمات او نور لومړني اړتیاوې برابرې کړي.
د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ سختې زلزلې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د پیښې وروسته، د بیړنیو بشري مرستو لپاره پراخه غوښتنې وشوې.
د نړۍ مختلف هېوادونه، په شمول د اسټرالیا او ایرلینډ، هڅه کوي چې د مالي سرچینو په تخصیص سره د قربانیانو ځینې سمدستي اړتیاوې پوره کړي.
په دغه زلزله کې یوازې په کونړ کې د ۵۸۴۵ کسانو د مرګ ژوبلې د ارقامو تائید شوی دی، خو چارواکي وایي لټون لا هم روان دی اوښایي د مرګ ژوبلې ارقام نور هم لوړ شي.