خلیلزاد: زلزله ځپلو سیمو ته د ښځینه ډاکټرانو لېږلو خوښ کړم

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه د کونړ زلزله ځپلو سیمو ته د ښځینه ډاکترانو پر لېږد خوښي ښودلې.
نوموړي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا یوه ښه خبره دی، چې (طالبانو)د کونړ ولایت زلزله ځپلو سیمو ته ښځینه ډاکټرانې لېږلې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ دا معلومه ده، چې که د پوهنتونونو دروازې د ښځینه طبي زدهکړیالانو پر مخ تړلې نهوای؛ د ښځینه ډاکټرانو کمښت به نه احساسېده.
زلمي خلیلزاد ویلي؛ اوس هم مناسب او د ستاینې وړ وخت دی، چې د طالبانو مشر دا پالیسي بدله کړي او د نجونو او ښځو لپاره د لېسو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي.
کونړ کې د ښځینه خبریالانو د مرستو اوهلته د ټپي زلزله ځپلو ښځو او ماشومانو د درملنې کیسه په خواله رسنیو کې هم ډېر ستایل شوی اوخلکو ورته ډول ډول غبرګونونه ښودلي دي.
ځينو اوسني حاکم نظام ته د پېغور په ډول لیکلي، چې که مو پوهنتونونه او ښوونیزې دروازې د ښځو او نجونو پرمخ نه وای تړلی نو د ښځینه ډاکترانو او مرستندویانو کمی به نه احساسېده.
ځینو بیا دا ډاکترانې د افغانې اتلانې په نوم یادې کړي او د دوی د کار ستاینه یې کړې ده.
کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله شاوخوا ۶ زره کسانو ته چې ماشومان، مېرمنې او سپین ږیري هم په کې شاملې دي مړه او ټپیان شوي دي.