
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال
څو شېبې وړاندې په ۹ بجو ۲۸ دقیقو یوې نسبتا شدیدې زلزلې ختیځ ولایتونه ولړزول.
د راپورونو له مخې د دې زلزلې مرکز د ننګرهار ولایت بر کاشکوټ سیمه یاده شوې او شدیت یې 5.6 درجې شدت ښودل شوی دی.
دغه زلزله داسې مهال کېږي چې اوس هم په کونړ کې تر خاورو لاندې د جسدونو د ایستلو عملیات روان دي.
نن ورځ دا دوهم ځل دی چې ختیځ ولایتونو کې زلزله کېږي.
نن لومړنۍ زلزله د ورځې په ۱۰:۵۲ د جلال آباد ښار په ۱۳ کیلومترۍ واټن کې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې شوې ده.
د زلزلې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۴،۷ درجې ښودل شوی وو.
د تېرې یکشنبې په شپه یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ درجې و، یوازې په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله تر اوسه ۲۲۰۵ تنه مړه شوي او ۳۶۴۰ تنه نور ټپيان دي.
د دې مرګ ژوبلې ارقام لاهم وروستي شوي نه دي.