افغانستانخبرونه

خلک: اوسنۍ زلزلې بیا هم په کونړ او ننګرهار کې کورونه نړولي

څو شېبې وړاندې په ۹ بجو ۲۸ دقیقو یوې نسبتا شدیدې زلزلې ختیځ ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونه ولړزول.

د دې زلزلې مرکز د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ بر کاشکوټ یاد شوی،او شدت یې ۵ اعشاریه ۶ درجې ښودل شوی دی.

د ځاني زیان په اړه یې تازه جزیات لانشته خو په ټولنیزو رسنیو کې دننګرهار د دره نور اوسېدونکو لیکلي چې په ستن دره کې کورونه نړولي دي.

بل لورته بیا له کونړه تازه حال نشته خو د سروې د یوې ډلې کارکوونکي د یوه وېډیو په خپرولو سره ویلي: « زه په مزار دره کې یم، همدا اوس شدیده زلزله وشوه اولاهم ټکانونه احساسېږي، شور او غوغا جوړه ده.»

دی وایي، په زلزله ځپلو سیمو کې د خلکو پاتې کورونه هم ړنګ شول.

دغه زلزله داسې مهال کېږي چې اوس هم په کونړ کې تر خاورو لاندې د جسدونو د ایستلو عملیات روان دي.

یوازې په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله تر اوسه ۲۲۰۵ تنه مړه شوي او ۳۶۴۰ تنه نور ټپيان دي.

نن ورځ دا دوهم ځل دی چې ختیځ ولایتونو کې زلزله کېږي.

 نن لومړنۍ زلزله د ورځې په ۱۰:۵۲ د جلال آباد ښار په ۱۳ کیلومترۍ واټن کې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې شوې ده.

د زلزلې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۴،۷ درجې ښودل شوی وو.

ټولنیز فعالان له خلکو غوښتنه کوي چې د شپې د خوب لپاره خوندي ّځایونه وټاکي او د ننګرهار روغتیا ریاست بیا په یوه فېسبوک پوسټ کې له خلکو غوښتي که کومه سیمه کې ځاني زیان اوښتی وو له دوی سره دې بېړنۍ اړیکه ونیسي.