
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال
جنوبي افریقایي بیټر میتھیو بریټزکي چې د خپل هېواد لپاره یې یواځې ۵ یوه ورځنۍ لوبې کړي، د کرکټ په یوه ورځنیو لوبو کې نوی ریکاډ ثبت کړ.
میتھیو بریټزکي د پنجشنبې په ورځ د انګلستان پر وړاندې په دوهمه یوه ورځنۍ لوبه کې یوه بله نیمه سلیزه وکړه او په دې سره یې په یوه ورځني کرکټ کې خپل غوره فارم ته دوام ورکړ او یو بې ساری اعزاز یې ترلاسه کړ.
بریټزکي د انګلستان پر وړاندې ۸۵ منډې جوړې کړې، دا د هغه د ۵ یوه ورځنیو لوبو پرلپسې پنځمه نیمه سلیزه وه.
په دې سره میتھیو بریټزکي د یوه ورځني کرکټ په تاریخ کې لومړنی توپ وهونکی شو چې د خپل لومړني پیل (ډیبیو) وروسته په مسلسل ۵ لوبو کې ۵ پنځوسیزې (ففټي پلس) منډې کوي.
بریټزکي د روان کال په فبروري کې د نیوزیلینډ پر وړاندې په یوه ورځني کرکټ کې خپل لومړی پیل (ډیبیو) وکړ او غوره ۱۵۰ منډې یې وکړې.
وروسته یې د خپل یوه ورځني کیریر په دوهمه لوبه کې د پاکستان پر وړاندې ۸۳ منډې وکړې. په درېیمه یوه ورځنۍ لوبه کې دغه جنوبي افریقایي توپ وهونکي ۵۷ او په څلورمه لوبه کې ۸۸ منډې وکړې. بریټزکي تر اوسه په خپل یوه ورځني کیریر کې په ۵ لوبو کې ۴۶۳ منډې کړي دي.
له دې وړاندې د هندوستان پخواني کرکټر نوجوت سینګ سدهو په ۱۹۸۷ کې د خپل یوه ورځني کرکټ پیل وروسته په مسلسل ۴ لوبو کې ۴ نیمه سلیزې کړې وې.