افغانستانخبرونهراپورونه

لویدیځ بانکي محدودیتونه د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ دی

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ریاست‌‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د برېښنا سکتور کې د پانګونې جلبولو په کنفرانس کې ویلي، د لویدیځ بانکي محدودیتونه دلته د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ دی.

هغه ټینګار کړی چې دا محدودیتونه نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د نړۍ لپاره هم زیانمنونکي دي او باید ژر تر ژره لرې شي.

هغه زیاته کړې افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ بډایه سرچینې لري او دلته پراخ فرصتونه شتون لري چې باید پکې پانګونه وشي.

د نوموړي په وینا چې له  شته فرصتونو څخه ګټه پورته کول به نه یوازې د افغانستان د بریښنا سکتور په ځان بسیا کړي، بلکې دا به نورو هیوادونو ته د بریښنا صادراتو ته هم لاره هواره کړي.

د طالبانو د برېښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالباري عمر هم ویلي چې افغانستان د انرژۍ له بېلابېلو سرچینو څخه د زرګونو میګاواټو برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د دغه ډلې د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، په افغانستان کې د انرژۍ تولید په برخه کې پراخې پانګونې امکانات شته.

هغه زیاته کړه، د  ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره دوه‌اړخیزې او ښې اړیکې غواړو او د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. 

هغه له سوداګرو، د افغانستان له خلکو، اسلامي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د هېواد ختیځ کې د زلزلې له زیانمنو سره همکاري وکړي. 

نوموړي دغه راز ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره همکاري وکړي او دوی په رسمیت وپېژني.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړی چې د اسلامي قوانینو په رڼا کې به په افغانستان کې د دوی ټول حقوق خوندي وي.

هغه د برېښنا سکتور د ملاتړ او پانګونې جذبولو کنفرانس کې د سیمې د هېوادونو د استازو شتون د افغانستان د ګاونډیانو سره د ښو اړیکو نښه بللې او زیاته کړې چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.