خبرونهعجایبنړۍ

پښتونخوا؛ د نجلۍ په نوم فعال ټیک ټاکر ونیول شو

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې پولیسو د عبدالمغیز په نوم یو ټیک ټاکر نیولی، چې د نجونو په نوم یې په کې فعالیت درلود.

د پولیسو ویاند لیاقت علي رسنیو ته ویلي، ټیک ټاکر عبدالمغیز د نجلۍ په شکل ناوړه ویډیوګانې جوړولې او په ټولنیزو رسنیو یې خپرولې، چې له امله یې په ټولنه کې سخت غبرګون او ناارامي رامنځته شوې وه. 

هغه وویل، د شکایتونو ترلاسه کولو وروسته د سمدستي اقدام په ترڅ کې نوموړی پیدا او د پولیسو لخوا ونیول شو.

د پولیسو ویاند زیاته کړه چې یاد کس د نیولو وروسته پخپل جرم اعتراف کړی او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به له داسې غیر اخلاقي فعالیتونو ډډه کوي.