افغانستانځانګړي برخهراپورونه

له طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان غوښتنه؛ پر ښځینه مرستندویانو بندیزونه لرې کړئ

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان په ختيځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د روغتیا نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل، چې پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو لګول شوي محدوديتونه او بندیزونه لرې کړي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې ښځینه مرستندویه کارکوونکې باید پرته له محرم څخه زیانمنو سیمو ته د سفر اجازه ولري.

دغه سازمان وایي، مرستندیونه کارکوونکې باید هغو مېرمنو ته روغتيايي خدمتونه ورسوي چې د زلزلې له امله طبي مرستو ته اړتيا لري.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د دفتر مرستیاله موکتا شارما په خبره، په اوس وخت کې تر ټولو لويه ستونزه د ښځينه روغتيايي کارکوونکو کمښت دی.

نوموړې د اټکل له مخې وویل، چې نږدې ۹۰ سلنه طبي کارکوونکي په زلزله ځپلو سيمو کې نارينه دي او پاتې ۱۰ سلنه هغه هم زياتره قابله‌ګانې او نرسانې دي؛ نه هغه مسلکي ښځينه ډاکټرانې چې د سختو ټپونو درملنه وکړي.

د موکتا شارما په وينا؛ دا يوه جدي ستونزه ده ځکه په خبره یې ښځې له نارينه ډاکټرانو سره د خبرو اترو څخه ډډه کوي او يوازې سفر کولو ته زړه نه ښه کوي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي، چې طالبانو په ۲۰۲۲کال کې پر ښځو له کوه دباندې پر کار کولو بنديز ولګوه.

د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د مرستندويه ادارو چارواکو ويلي، دوی ته ځينې استثناوې ورکړل شوې دي؛ خو د یوې محدودې مودې لپاره دي او په بېړنیو حالاتو کې چې اړتیاوې ډېرې وي ورته بسنه نه‌کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اټکل له مخې؛ د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۶۰۰ مېندواره ښځې سملاسي طبي مرستو ته اړتيا لري.

له دې وړاندې د کونړ اوسېدونکو خبر ورکړی و، چې لږ تر لږه شپږ مېندواره ښځې د ښځينه طبي پرسونل د کموالي له امله مړې شوې دي.