افغانستانخبرونه

طالبان وایي،۴۸ هېوادونو او یو شمېر سازمانونو له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پهخپله اېکس پاڼه، په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزله ځپلو سره د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو له خوا د خواخوږۍ او بشري مرستو له امله مننه کړې ده.

یاد وزارت ویلي، ۴۸ هېوادونو سربېره نړۍیوالو سازمانونو او مرستندویه بنسټونو د افغانستان ختیځ کونړ، ننګرهار او لغمان کې د زلزلې له امله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

په دغو زلزلو کې زرګونه کسان ژوبل او مړه شول او لاهم دمړو ایستلو عملیات روان دي.

یاد وزارت نن دوشنبه دغه معلومات په خپله پاڼه نشر کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وړمه ورځ کابل کې د یوه کنفرانس په مهال ویلي وو چې، د ختیځ زلزله ځپلو سره د هېوادوالو سربېره د هېوادونو پراخه غمشریکي او مرستې د طالبانو د بې طرفه سیاست پایله ده.