
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، وسله والو کسانو د بیت المقدس په راموت جنکشن کې پر یوه بس موټر کې سپارو اسرائیليانو باندې ډزې کړي، چې په ترڅ کې ۶ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
اسرائیلي پولیس وايي، د دغه پېښې پر مهال په بس موټر کې د یوه اسرائیلي امنیتي په ډزو کې دوه برید کوونکي هم وژل شوي دي.
له بلې خوا، د بهرنیو خبري اژانسونو په وینا، دا لا روښانه نه ده چې ډزې چا او ولې کړې، او دا هم نه ده معلومه چې ډزې کوونکي څو کسان وو.
بل پلو، د اسرائیل لومړي وزیر نتانیاهو د دې پېښې له امله د ۶ تنو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او د امنیتي ادارو مشرانو ته یې د دې موضوع د بشپړو تحقیقاتو امر وکړ.