افغانستانخبرونه

د کابل – جلال اباد پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د تنګي ورېښمین په سیمه کې د لنډ کروزر او سراچه موټرو د ټکر له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، دغه پېښه نن سهار اته بجې رامنځته شوې او د پېښې مړه  او ټپیان د سراچې موټر اړوند دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لیږل شوي دي.

د یادو کسانو د هویت په اړه تر اوسه څه ندي ویل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د کابل ـ کندهار پر لویه لاره هم د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه مړه شوي وو.