افغانستانخبرونهراپورونه

تر اوسه د ختیځو ولایتونو له زلزله‌ځپلو سره څومره مرسته شوې ده؟

کابل ټیلیګراف – د وږي ۱۸ مه ۱۴۰۴ لمریز کال

کابل ټیلیګراف له باوري سرچینو او د خپرو شویو راپورونو له مخې، د هیواد په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د بېلابېلو هیوادونو، نړۍوالو بنسټونو او په کور دننه او بهر د افغانانو له لوري د راټولو شویو مرستم شمېرې را ټولې کړي دي چې تراوسه په میلیونونو ډالرو مرسته شوې ده.

د یادونې ده، تېره اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې زلزله وشوه چې ډېره مرګ‌ژوبله او زیان یې په کونړ کې واړول. د رسمي شمېرو له مخې په کونړ کې د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

وروسته له هغې د یادو زلزله‌ځپلو سره بېلابېلو هیوادونو، نړۍوالو بنسټونو او په کور دننه افغانانو مرستې وکړې.

د هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو مرستې

  • اروپایي ټولنې: یو میلیون یورو او ۱۳۰ ټنه بیلابیل توکي
  • چین: ۵۰ میلیونه یوان (شاوخوا ۷ میلیونه ډالر)
  • سعودي عربستان:۲۱۰ ټنه د خوړو مرسته د افغان سرې میاشت له لارې
  • هند: ۲۱ ټنه بیړني توکي + ۱,۰۰۰ خیمې + ۱۵ ټنه خواړه
  • ترکیې: شاوخوا ۲۵ ټنه بشري مرسته
  • قطر: ۵ مرستندوی الوتکې (اندازه نه ده اعلان شوې)
  • متحده عربي اماراتو: د لومړنیو طبي مرستو محموله رالیږل شوې
  • آسترالیا: یو میلیونه ډالر نغدي مرسته
  • بنګله دېش: بیړني توکي کنړ ته واستول (اندازه نه ده اعلان شوې)
  • پاکستان: ۱۰۵ ټنه مرسته د ځمکني لارې
  • برتانیا: یو میلیونه پونډه د UNFPA او IFRC له لوري را لیږل شوي دي.
  • کاناډا: ۳ میلیونه ډالر د بېلابېلو شریکانو له لارې
  • سویلي کوریا: ۱ میلیونه ډالر نغدي مرسته
  • آیرلنډ: ۵۰۰,۰۰۰ پونډ د IFRC له لارې
  • سنګاپور: ۵۰,۰۰۰ ډالر د سره صلیب لپاره
  • جاپان: بیړني توکي (خیمې، کمپلې او نور) د JICA او IFRC له لارې
  • ازبکستان: ۲۶۵ ټنه بشري مرسته ایران: ۵۰ ټنه بشري مرسته
  • ملګري ملتونه (CERF): ۵ میلیونه ډالر بیړنۍ مرسته (ټوله مرسته تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې)
  • ایټالیا: ۱۳ میلیون یورويي کڅوړه یوه برخه به یې د کونړ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره نړیوالو مرستندویه له لاری.
  • تاجکستان: درې زره ټنه بشري مرسته.
  • جرمني    ۲.۱ میلیونه یورو
  •  ازبکستان ۲۵۶ ټنه درمل او خوراکي توکي
  • ترکمنستان د خوراکي موادو او درملو محموله

په کور دننه او بهر د افغانانو را ټولې شوې مرستې

  • الکوزی ګروپ: ۱۰ میلیونه ډالر
  • عزیزي ګروپ: ۵۰۰ میلیونه افغانۍ
  • حبیب ګلزار: ۲۰۰,۰۰۰ ډالر
  • حبیب یار شرکت: ۲۰۰,۰۰۰ ډالر
  • جاوېد ابراهیمي (GoFundMe): ۱۱۳,۷۶۴ ډالر
  • راشد خان (GoFundMe): ۱۰۰,۲۴۳ ډالر
  • صافي برادران: ۱۰۰,۰۰۰ ډالر
  • نبی‌زاده: ۱۰۰,۰۰۰ ډالر
  • عتیق مومن‌زاده: ۱۰,۰۰۰ ډالر
  • د جلال‌اباد تاجران (غوړي، چای، بوره): ۱۰۰,۰۰۰ ډالر
  • محمد نبي (GoFundMe): ۴۵,۵۸۷ ډالر
  • جاوېد افریدي: ۱۰ میلیونه کلدارې
  • د ځاځیو ټولنه (لندن): ۷,۳۴۵ پونډه
  • د ملګرو ملتونو افغان همکاران: ۸,۸۱۳.۱۳ ډالر
  • د افغانانو ټولنه په اوریبرو (سویډن): ۳۷,۰۰۰ سویډني کرون
  • یوسفي خیریه سازمان (USA) (GoFundMe): ۵,۰۲۷ ډالر
  • عبدالاسلام رسولی (Afghan Pashai Community USA Inc) (GoFundMe): ۳,۷۴۱ ډالر
  • د خلکو د ځواکمنېدو ټولنه STEP (GoFundMe): ۱۷,۱۴۶ ډالر
  • نصیر هوایي  (GoFundMe)۹۶۰ ډالر
  • عزت الله عمرزی (Canada) (GoFundMe): ۲۶۷ ډالر (CAD)
  • صفی الله صافي: (GoFundMe) ۸,۹۰۴ ډالر
  • د کالیفورنیا د افغان فرهنګي ټولنه (USA) (GoFundMe): ۴۵,۵۷۵ ډالر
  • فهیم الله مومند : (GoFundMe)۱,۳۶۴ ډالر
  • د افغانستان میندې (Mothers of Afghanistan MOA) (GoFundMe) ۳,۴۲۳ پونډه
  • عزیز رنزورپال (Canada) (GoFundMe) ۴۸۲ ډالر (CAD)
  • امیر محمد (Canada): ۱,۱۵۳ ډالر (CAD) د اوکلاهوما افغان ټولنه (USA) (GoFundMe ۴,۲۵۳ ډالر
  • ډاکتر اجمل درمن: (GoFundMe) اندازه نه ده اعلان شوې ډي سول غږ (ویانا): (GoFundMe) ۱۱,۱۰۸ یورو
  • فخرې هاشمي (واشنګټن ډي سي): (GoFundMe) ۳,۷۳۷ ډالر
  • روهید ساحل (سان ډیاګو، کالیفورنیا): (GoFundMe) ۱,۹۶۷ ډالر
  • د شرق ګلوبل ټلویزیون (فورت واشنګټن، MD) (GoFundMe): ۱,۸۲۱ ډالر
  • فاضل رحمان (ویانا): (GoFundMe) ۷۱۳ یورو
  • عبدالرحمن سلیم (فرانسه): ۱,۷۸۰(GoFundMe) یورو
  • د هیلو لاسونه (Hands of Hope – Canada(GoFundMe) (GoFundMe): ۳۴۵ ډالر (CAD)
  • شریف الله شرافت (فرېډریکسبرګ، VA) (GoFundMe): ۳۹۶ ډالر
  • د بوسټن افغان ټولنه – نجم ازادزوی: (GoFundMe) ۲,۴۶۴ ډالر

د یادونې ده چې کابل ټیلیګراف دغه مرستې د خپرو شویو راپورونو، د یادو هېوادونو د بهرنیو چاو وزارتونو او نورو اړوندو باوري سرچینو څخه را ټول کړي دي.

کېدای شي چې په کور دننه ځینې نورې مرستې هم شوي وي.