
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبرپښتونخوا چارواکي وایي، د دې صوبې په پېښور، ټانک، ډي آی خان، بنو، لکي مروت، سوات، شانګله او نورو سیمو کې شاوخوا ۸ زره وسله وال مخالفین شتون لري.
دوی زیاته کړې، دغه وسله والې ډلې د افغانستان څخه په بېلا بېلو لارو پاکستان ته تللي او د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو وروسته د عامو خلکو په منځ کې پټیږي.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي، ترهګر د سی پیک سړک، له ډي آی خان څخه تر بنو او ټانک پورې پوستې هم جوړوي، چې د خلکو له منځه په پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.
نوموړي ویلي، د خیبرپختونخوا وزیراعلیٰ په مشرۍ جرګو کې قبایلي مشرانو د افغانستان څخه د ترهګرو د نفوذ پر موضوع ناخوښي ښودلې او له وزیراعلیٰ څخه یې غوښتنه کړې چې د نفوذ موضوع د افغان حکومت سره شریکه کړي.