خبرونهنړۍ

د عربي اسلامي بهرنیو چارو وزیرانو کمېټې د اسرائیلو څرګندونې رد کړې

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د سعودي عربستان د جدي په ښار کې د عربي اسلامي بهرنیو چارو وزیرانو کمېټې په بیړنۍ غونډه کې د اسرائیلو څرګندونې رد کړې.

د سعودي رسنیو په وینا، د عربي اسلامي بهرنیو چارو وزیرانو کمېټې په خپلې اعلامیې کې ویلي، “موږ د فلسطیني خلکو د بې ځایه کولو او محاصرې غندنه کوو.”

په بیان کې غوښتنه شوې چې په غزه کې سمدستي جګړه بند او د مرستو لپاره لاسرسی ورکړل شي.

په بیان کې زیاته شوې چې د اسرائیل لخوا د نړیوالو قوانینو سرغړونې د اندیښنې وړ دي.