افغانستانخبرونه

چین او ازبکستان د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي، عصمت الله ایرګاشف د چین له ځانګړي استازي «یو شیاویونګ» سره په کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې او نړۍ هڅې ارزولې او ترڅنګ یې پر ځینو سیمه‌ییزو مسایلو هم خبرې کړې دي.

افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي په دې وروستیو کې د سیمې د ځینو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره د افغانستان پر وضعیت کتنې او بحثونه پیل کړي دي.

عصمت الله ایرګاشف تر دې مخکې د اروپايي ټولنې له سفیر «تویوو کلار» سره په کتنه کې د افغانستان اړوند د دوه‌اړخیزې همکارۍ پر اوسني حالت بحث کړی و.

نوموړي همداراز څو ورځې مخکې د اروپایي امنیت او همکارۍ سازمان د مشرتابه له استازې «ترهي هاکالا» سره هم د افغانستان پر اقتصادي وضعیت غږېدلی و.

په هغه کتنه کې دواړو لورو له سیمه‌ییزو بازارونو سره د افغانستان د یوځای کېدو په اړه خبرې کړې وې.