
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا په «یوتا» ایالت کې د ډونالډ ټرمپ نږدې کس، محافظهکار فعال، چارلي کرک وژل شوی دی.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې چې «چارلي کرک» د یوتا ایالت د اورم ښار په «یوټا» پوهنتون کې غونډې ته وینا کوله چې ډزې پرې شوې او ځای پرځای وژل شوی دی.
په ورته مهال په ټولنیزو پاڼو خپرهشوې ویډیو کې ښکاري چې چارلي کرک خبرې کوي، خو د مرمۍ له اواز سره ځای پرځای غورځېږي.
تر اوسه د چارلي کرک د وژنې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو واکمن ګوند دغه ترور ته د «سیاسي وژنې» نوم ورکړی دی.
چارلي کرک د امریکا د اوسني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تر ټولو نږدې کس و.
پر دې پېښې د امریکا اوسنیو او پخوانیو ولسمشرانو غبرګون ښودلی او پر وژنه یې خواشیني ښودلې ده.