افغانستانخبرونهځانګړي برخه
نغمې د کونړ زلزلې د قربانیانو په درناوي امریکا کې خپل کنسرټ وځنډاوه

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان مشهورې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې د امریکا په سنډیاګو کې د سپتمبر په ۱۳مه خپل ترسره کېدونکی کنسرټ وځنډاوه.
نغمې ویلي، چې داکار یې د کونړ د زلزلې قربانیانو او ویر ته په درناوي کړی دی.
هغې ویلي: « هېوادوال په ویر او ماتم کې دي نو زه نشم کولی په داسې حالاتو کې سندرې ووایم».
نغمې زیاته کړې چې، د کنسرټ لپاره یې د را روانې اکتوبر میاشتې اتلسمه نېټه ټاکلې ده.
نغمه داسې مهال په امریکا کې خپل کنسرټ ځنډوي چې، د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې تر ۲۵۰۰ ډېر مړه او شاوخوا ۴ زره کسان یې ژوبل کړل.
د یادې زلزلې له زرګونه کسان چې ماشومان او مېرمنې هم په کې شامل دي بې سرپناه او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم محروم شوي، آن خوراکي توکو ته هم حیران دي.