
کابل ټیلیګراف – ۲۲ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا، دې وزارت هیڅ هندي دیپلومات د «نامطلوب» په توګه نه دی اعلان کړی او هیڅ هندي دیپلومات له افغانستان څخه نه دی اخراج شوی.
دې سرچینې ادعا کړې چې د هندي دیپلومات «هریش کومار» ماموریت په افغانستان کې پای ته رسېدلی او هغه د عادي پروسې له مخې خپل هېواد ته ستون شوی دی.
پرون داسې خبرونه خپاره شول، چې طالبانو یو هندي دیپلومات د دې ډلې د مخالفینو سره د اړیکو له امله له افغانستان څخه ویستلی دی.