خبرونهنړۍ

اماراتو د سختې ګرمۍ څخه د خلکو د ژغورنې لپاره نوی پلان جوړ کړی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

متحد عرب اماراتو د سختې ګرمۍ څخه د خلکو د ژغورنې لپاره نوی پلان جوړ کړی دی.

د اماراتو د ملي هوا پوهنې مرکز او عامه روغتیا مرکز ترمنځ د ۵ کلونو تړون لاسلیک شوی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د سختې ګرمۍ، رطوبت او هوا ککړتیا په اړه پرمختللي معلومات به شریکېږي او په هېواد کې هرچېرې چې سختې ګرمۍ حالت رامنځته شي، خلکو ته به سمدستي ډیجیټل خبرتیاوې ورکول کیږي.

رسنیو ویلي، په متاثره سیمو کې به خلک په وخت خبرول کیږي او د فوري پوهاوي کمپاین به د اقلیمي بدلون د اغېزو په کمولو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د اګست په میاشت کې د اماراتو تودوخه ۵۱.۸ درجو ته رسېدلې وه، او مۍ او اپرېل میاشتې هم د ریکارډ تر ټولو تودې میاشتې بلل شوې دي.

په اماراتو کې د ورځې له ۱۲:۳۰ تر ۳:۳۰ بجو پورې په لمر کې کار کول منع دي.