خبرونهنړۍ

اسرائیلو غزه کې د ۳ خبریالانو په ګډون ۶۰ فلسطینیان وژلي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

اسرائیلي پوځ په غزه ښار کې د ځمکنیو عملیاتو د پیل کولو وروسته د درې خبریالانو په ګډون ۶۰ فلسطینیان وژلي.

د عربي رسنیو د راپور له مخې، د څو اونیو راهیسې روانو هوايي بمباریو او لوړو ودانیو د ویجاړولو وروسته، اسرائیلي پوځ بالاخره د ټانکونو په مرسته د غزې ښار مرکز ته ننوتی دی.

راپور وايي، د اسرائیل الوتکو بمباري او د غزې ښار په مرکز کې ځمکني عملیات دواړه روان دي، په داسې حال کې چې زرګونه خلک له غزې ښار څخه نورو سیمو ته کډه کوي، خو ډېری خلک خپل ښار پرېښودو ته چمتو نه دي.

له بلې خوا، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي بریدونو له امله د درې خبریالانو په ګډون ۶۰ نور فلسطینیان ووژل شول،، د یوه ښوونځي او کلینک په ګډون شپاړس ودانۍ نړیوال شوي دي.

 په اسرائیل کې د سفر پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، اسرائیل په غزه ښار کې عملیات پیل کړي او اوس د تړون لپاره یوازې څو ورځې یا اونۍ پاتې دي.