
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
یوې هندي کرکټ ویبپاڼې ادعا کړې چې د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د پاکستان او هند د میچ ریفري انډي پایکرافټ د لرې کولو په اړه د پاکستان غوښتنه رد کړې ده.
د هندي ویبپاڼې په وینا، ای سي سي تېره شپه د پاکستان کرکټ بورډ ته د دې په اړه خبر ورکړی و.
ویبپاڼې لیکلي، ای سي سي د پاکستان دا دریځ رد کړی چې میچ ریفري د هندي ټیم په وینا عمل کړی دی.
تر دې وړاندې پاکستان د لاس ورکولو په موضوع کې ای سي سي ته د میچ ریفري پایکرافټ د اسیا جام څخه د لرې کولو غوښتنه کړې وه.
پاکستان ویلي، د ریفري د نه بدلولو په صورت کې به د اسیا جام نورې لوبې ونکړي.