
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو په پنسلوانیا ایالات کې د پولیسو په افسرانو ډزې شوي، چې په پایله کې ۵ افسران ټپيان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ دغه پېښه د پنسوانیا ایالت په یارک کاونټي نارټ کډروس ټاون شپ سیمه کې شوې ده.
پولیسو ویلي، پېښه د پلټنو پر مهال د مجرمینو لخوا رامنځته شوې ده.
امریکایي رسنیو ویلي، د درې ټپي افسرانو روغتیایي حالات نازک دی او برید کوونکي هم ځآن وژلی دی.