افغانستانځانګړي برخهراپورونه

د بګرام د نيولو په اړه د ټرمپ څرګندونې له کورني او نړیوال غبرګون سره مخ شوې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال 

په داسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په يو تازه بیان کې ويلي چې د بګرام هوايي اډه بېرته تر لاسه کوي؛ دغه څرګندونې يې په کور دننه او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

طالب پلويانو د ټرمپ دغه څرګندونې مسخره کړي خو د طالبانو منتقدینو دا د دوحې تړون يوه پټه معاملې ګڼلې چې په خبره يې تازه په ډاګه شوې ده.

چین دا د افغانستان د ځمکمنۍ بشپړتیا خلاف عمل بللی او ټينګار يې کړی چې چین د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري.

د ټرمپ څرګندونې

‏نړیوالې رسنۍ وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (پنجشنبه) ویلي چې غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي.

ټرمپ دغه څرګندونې د برېټانیا له صدراعظم “کییر ستارمر” سره د وینا پر مهال کړې دي او ویلي یې دي چې له افغانستانه وتل «یوه بشپړه فاجعه» وه.

نوموړي ویلي: «اوس هڅه کوو چې دا [اډه] بېرته ونیسو، موږ دا اډه غواړو او د دې کار یو له اصلي دلیلونو څخه دا دی چې له هغه ځایه یوازې یوه ساعت فاصله لري چیرې چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي».

ټرمپ ویلي ، دغه هېواد د نړۍ یو له سترو هوايي اډو څخه چې بګرام ده طالبانو ته وړیا ورکړې ده.

ټرمپ زیاته کړې: «عاجله خبر دا ده چې موږ غواړو بګرام بېرته ونیسو، هغوی له موږ نه یو شمېر شیان غواړي.»

چين يې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا تېری ګڼي

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند د بګرام هوایي اډې د بیا نیولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې وایي، چین د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي.

لین جیان ویلي، چین له ټولو لورو غواړي چې د سیمې د امنیت لپاره رغنده رول ولوبوي.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت درېیم سیاسي مرستیال ذاکر جلالي وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر بگرام د معاملې خبره کړې او زیاته کړې یې ده، چې ټرمپ تر سياست هاخوا بريالی تاجر او معامله‌کوونکی دی او د بگرام د بېرته اخيستو يادونه هم د يوې معاملې له لارې کوي.

هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: « افغانستان او امريکا يو بل سره تعامل ته اړتيا لري او کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو گټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري، بې له دې چې امريکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي حضور ولري.»

هغه زیاته کړې: « پوځي حضور افغانانو په تاریخ کی نه دی منلی او دا احتمال د دوحې د خبرو او هوکړې پرمهال هم په بشپړ ډول رد شوی مگر نور تعامل ته دروازې پرانيستې دي.»

د خلکو غبرګونونه

سیاسي شنونکی او افغان خبریال سمیع يوسفزي ويلي چې مقاومت ملي جبهه (NRF) له پيله ټينګار کاوه چې د بګرام ستراتیژیکه پوځي اډه په غیر پښتني سیمه کې پرته ده او له همدې امله امريکا او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ښايي پر طالبانو د معاملې پر ځای له دوی سره د تفاهم لاره غوره کړې وای.

اوس چې ټرمپ د بګرام د احتمالي بېرته نيولو خبره کړې، د طالبانو ضد کړيو او د مقاومت پلويانو تر منځ دا څرګندونې د روحيې د پياوړتيا لامل شوې دي. هغوی دا پيغام د “زمونږ  وار را روان دی” په توګه تعبيروي او دا وضعيت د ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژيم له سقوط وړاندې فضا ته ورته ګڼي.

 د تېر جمهوري نظام د چارو د ادارې پخوانی رييس محمود فضلي بیا په دې باور دی چې امریکایانو ته د بګرام سپارل د دوحې د تړون یوه برخه ده.

هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: ((هر ډول اتکا، که ښکاره وي او که پټه، مردوده او د شرم وړ ده. خو کله چې پټه اتکا ناڅاپه رسوا شي، نو د متکي د «شګو بند» د «شرم د سیلاب» د مخنیوي توان نه لري.))

د سیاسي چارو شنونکی امین الله حبیبي هم په دې باور دی چې دا د پردې تر شا خبرې وې چې اوس یې ټرمپ ترې پرده پورته کړه.

دی وايي، ټرمپ واک ته د رسېدو پرمهال هم همدا ويلي وو چې بګرام به بېرته تر لاسه کوي او اوس داسې ښکاري چې خپلو دغو څرګندونو ته د عمل جامه واغوندي.

په تېر جمهوري نظام کې لوړپوړي چارواکي او د جنبش ملي ګوند مشر مارشال دوستم د ټرمپ د دغو څرګندونو هرکلی کړی او ورسره يې د بګرام نیولو په برخه کې د همکارۍ کولو ډاډ ورکړی دی.

دغه راز د جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې هم د ټرمپ دا پرېکړه پرځای ګڼلې او يادونه يې کړې چې د طالبانو ضد د داسې يو ځای موجودیت له دغې ډلې څخه د افغانستان د خلاصون یوازینۍ لار ده.