
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د حکومت ویاند د پاکستان د دفاع وزارت د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان له پاکستان سره د ورورولۍ د اړيکو ساتل غواړي.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې چې، افغانستان د پاکستان د ناامنۍ غوښتونکی نه دی.
مجاهد ویلي که د دواړو هېوادونو تر منځ کومه ستونزه رامنځته شي، بايد هغه ستونزه د ورورولۍ په فضا او د خبرو اترو له لارې حل شي.
نوموړي د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعې له مرکز سره په خبرو کې ټينګار کړی او ویلي یې دي چې، يو پر بل تورونه لګول، زور کارول او داسې فضا جوړول چې د ستونزو د حل مخه نيسي، د هېڅ يوه لوري په ګټه نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د دفاع وزیر پرون يو ځل بيا ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد کار اخيستل کېږي.
تازه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې اسلاماباد له افغانستان سره د ورورولۍ اړيکې غواړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو يوازينی اصلي خنډ د ترهګرۍ موضوع ده.
د دغه وزارت وياند شفقت عليخان ، ويلي چې طالبان بايد د پاکستان او د پاکستاني طالبانو تر منځ يو انتخاب وکړي.
نوموړي زياته کړې چې دا پيغام له ديپلوماتيکو لارو افغان لوري ته رسول شوی دی.










