افغانستانخبرونه

سلام ضعیف: درېیمې نړیوالې جګړې لپاره چمتووالی روان دی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

ملا عبدالسلام ضعیف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، “‌د درېیمې نړیوالې جګړې لپاره چمتووالی روان دی، او امکان لري تر ۲۰۳۵ کال پورې یوه لویه نړیواله جګړه جوړه شي، خو افغانستان به بیا هم په دریمه نړیواله جګړه کې ناپیلۍ پاته کیږي. “

ملا عبدالسلام ضعیف نن(شنبه، د وږي ۲۹مه) په خپله اېکس پاڼه د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې “ټرمپ د افغانستان له واقعیتونو غلط برداشت لري.

هغه زیاته کړې چې هېڅ واکمن نشي کولی له بهرني لوري سره د نظامي حضور معامله وکړي، ځکه دا کار د ملت له اصولو سره ټکر لري او له تاریخي پلوه رد شوی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې “د درېیم نړیوال جنګ نښې نښانې څرګندې دي، او امکان لري تر ۲۰۳۵کال پورې یوه لویه نړیواله جګړه رامنځته شي.

هغه وايي افغانستان به د لومړۍ او دویمې نړیواله جګړې په څېر دا ځل هم ناپیلۍ پاته کیږي.

هغه زیاته کړې، امریکا به له درېیمې نړیوالې جګوې وړاندې هڅه وکړي د خلیج، پاکستان، افغانستان او اذربایجان له خاورې ګټه واخلي ترڅو چین، روسیه او ایران تر پوښښ لاندې راولي، خو ټرمپ د افغانستان له واقعیتونو غلط برداشت لري.

ملا ضعیف، چې د افغانستان تاریخي تجربه ښيي، هر هغه اقدام چې د هېواد د ناپیلتوب پر خلاف وي، بالاخره د داخلي ستونزو او بهرني اشغال سبب ګرځي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا په بګرام هوايي اډه کې د امریکايي حضور غوښتنه کړې ده.