
کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د هېواد په مهمو بندرونو کې د لابراتواري کمپلکس طرحه تایید شوه.
یاد معاونیت وايي، دغه لابراتواري کمپلکس کې د نهو وزارتونو او ادارو لپاره تاسیسات په نظر کې نیول شوي او هر لابراتوار به په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.
د طالبانو دغه اقتصادي معاونیت زیاتوي چې، په دې غونډه کې د یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم پرېکړې وشوې چې له تایید وروسته د وروستۍ پرېکړې په موخه د دوی مشرتابه دفتر ته استول کېږي.
سرچینې نه دي ویلي چې نور مهم موضوعات څه وو چې پرې بحث شوی دی.










