افغانستانځانګړي برخهراپورونه

عطاء محمد نور: ټرمپ ته د بګرام سپارل پر ناموس معامله ده، خو ځينې دغې چارې ته چمتو شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د بلخ پخوانی والي او د جمعیت ګوند مشر استاد عطاء محمد نور د ټرمپ له لوري د بګرام د نيولو په اړه د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې د بګرام سپارل پر ناموس معامله ده.

نوموړي هغو کسانو ته د خاورې خرڅونکي صفت کارولی چې په خبره يې د ټرمپ د دغه کړنې ملاتړ يې اعلان کړی دی. د بګرام په اړه د ټرمپ د وروستيو څرګندونو ملاتړ د احمد مسعود په مشر د ملي مقاومت جبهې او د جنبش ګوند مشر مارشال دوستم کړی دی. او يادونه يې کړې چې په دغه چاره کې به د امریکا ملاتړ وکړي.

خو د جمعیت ګوند مشر او طالب ضد څېرې استاد عطاء محمد نور په یو بیان کې ويلي چې طالبان سره له دې چې نیمګړتیاوې لري، له خلکو سره يې چلند ښه نه دی او انسانیت ضد کړنې ترسره کوي؛ خو په خبره يې دغه ډله وطن خرڅوونکي نه دي.

دی وايي: ((زموږ هیواد په نړۍ کې د بهرنیانو پر ضد د درېدو او د اشغالګرو  پر وړاندې د مقاومت برخه کې شهرت لري. خو له بده مرغه، پدې ورځو کې ځینې کسان د یو بل ځپلو لپاره خاورې خرڅولو ته حاضر شوي. زما په نظر، ښاغلي ټرمپ یا بل چا ته د خاورې وړاندې کول – که هغه بګرام وي، کابل وي یا کندهار – د بې پروایۍ او د ناموس پر سر له معاملې پرته بل څه ندي.))

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بیا د بګرام د نیولو په تړاو تازه څرګندونو کې ويلي که طالبان ورته بګرام تسلیم نه کړي نو له بدو عواقبو سره به مخ شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو وغوښتل، چې د بګرام هوايي اډه ژر تر ژره امریکا ته وسپاري.

 ټرمپ خبرداری ورکړ: ((که د بګرام هوايي اډه هغو کسانو ته چې دا اډه یې جوړه کړې، یعنې د امریکا متحده ایالاتو ته بېرته ورنکړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.))

ټرمپ دغه څرګندونې په ټروټ سوشل کې پرون د شنبې په ورځ  کړي.

نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې که یاده اډه دوی ته و نه سپارل شي نو بده پېښه به رامنځته شي.

تازه د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي او افغان الاصله امریکايي ديپلومات زلمي خلیلزاد نن سهار په خپل يو ټويټ کې ويلي چې امریکا ته د بګرام اډې سپارل د طالبانو او امریکا ترمنځ د ترهګرۍ ضد مبارزې د ګډو هلو ځلو د پيل لپاره یو نوی باب پرانیستلی شي.

هغه زیاته کړې: ((که د بندیانو/یرغملو د موضوع په حل کې د امریکا او طالبانو ترمنځ بریا ترلاسه شي، نو احتمال شته چې نور پړاوونه او اضافي مسایل هم وي چې باید پرې هوکړه وشي او کار پرې وشي. په وخت سره، د امنیتي همکاریو پراخېدل، لکه د بګرام د تاسیساتو کارول د ګډو ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره، له امکانه نه شي غورځېدای. خو دا به صبر او دوام وغواړي.))

بګرام هوايي اډه؛ له نړیوالې جګړې تر سیمه‌يیز بدلونونو

بګرام هوايي اډه چې د افغانستان په پروان ولایت کې پرته ده، د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د دې هېواد یو له مهمو پوځي او ستراتیژیکو مرکزونو ګڼل کېږي. دغه اډه د شوروي ځواکونو د حضور پر مهال جوړه او پراخه شوه، خو نړیوال شهرت یې له ۲۰۰۱ وروسته ترلاسه کړ، کله چې امریکا او د ناتو متحدینو په افغانستان کې خپل عملیات پیل کړل.

بګرام د جګړې په اوږدو کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی پوځي مرکز و. د دې اډې له لارې د زرګونو پوځیانو، درنو وسلو او لوژستیکي وسایلو تګ راتګ کېده. دغه راز، د تروریزم پر ضد جګړه کې بګرام د ستراتیژیک اهمیت له امله د امریکا لپاره د “زړۀ مرکز” حیثیت درلود.

په دې ځای کې د نړيوالو ځواکونو د ژوند او عملیاتو لپاره پراخې اسانتیاوې جوړې شوې وې: د الوتکو لویې درېدلګاوې، د بار وړونکو الوتکو لپاره اوږده فرودگاه، هانګرونه، روغتونونه، د استوګنې کمپونه او د کنټرول قوي نظام. خو بګرام یوازې د نظامي عملیاتو مرکز نه و؛ دا ځای د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو د پرله‌پسې بریدونو هدف هم و، چې څو ځلې پکې د درنو تلفاتو لامل شول.

په جولای ۲۰۲۱ کې د امریکا او ناتو ځواکونو له وتلو سره بګرام اډه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوه. خو ډېر ژر د همدې کال د اګست په نیمایي کې، د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ سره، دا اډه د هغوی تر کنټرول لاندې راغله. له هماغې راهیسې د دې اډې د راتلونکې کارونې په اړه بېلابېل نظرونه شته: ځینې یې د سیمه‌يیز پوځي مرکز په توګه ګڼي او ځینې بیا د افغانستان د اوسني وضعیت د سمبولیکې بېلګې په توګه یادوي.

بګرام نن د افغانستان د وروستیو دوو لسیزو جګړې، د نړیوالو ځواکونو حضور او د ستراتیژیکو بدلونونو یوه څرګنده نښه ګڼل کېږي.