ټیکنالوژينړۍ

روسیه کې د ایفون‌۱۷بیه۵۰سلنه او غوښتونکي ۶۶سلنه ډېر شوي‏

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

که څه هم اپل شرکت په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې برید او د لوېدیځو بندیزونو له امله دغه هېواد کې خپل فعالیتونه بند کړي وو، خو یاد شرکت د روسیې پلازمېنه مسکو کې خپل نوی ایفون ۱۷ ماډل موبایل د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړی دی.

د روسیې د ټکنالوژۍ پرچون پلورونکي “Restore” د ۲۰۲۵کال د سپتمبر په ۲۰مه نېټه وویل چې د نوي ایفون ۱۷ لپاره مخکې تر مخکې د فرمایشونو شمېر د تېرکال په پرتله ۶۶سلنه زیات شوی دی.

سره له دې چې د روسیې اقتصاد د لوړو سودونو او د ۴ ټریلیونه روبلو څخه زیاتې بودجوي کمښت سره مخ دی، د ایفون ۱۷ لپاره د مصرفوونکو غوښتنه لاهم پر ځای پاتې شوې ده.

په روسیه کې د ایفون ۱۷ موبایلونو بیه د امریکا د بازار په پرتله تر ۵۰سلنه زیاته ده.

د ۲۵۶ جي‌بي ماډل بیه ۱۱۹,۹۹۰ روبله (شاوخوا ۱,۴۳۷ ډالر) ټاکل شوې چې د امریکا د ۷۹۹ ډالرو په پرتله لوړه ده.

د روسیې د مخابراتو لوی شرکت MTS راپور ورکړی چې د ایفون ۱۷ لپاره غوښتنه د تېر ماډل په پرتله دوه چنده شوې ده.

د ۲۰۲۴کال د جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې د روسیې حکومت د ایفون ۱۶ لپاره د تېرکال په پرتله څلور چنده زیات پلور ترسره کړی.