افغانستانخبرونهلوبې

د آسیا جام په دوهم پړاو کې هم پاکستان له هنده ستره ماتې وخوړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د آسیا جام په دوهم پړاو ( سوپر فور ) سیالیو کې نن ماښام هند کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په یوه په زړه پورې لوبه کې سخته ماتې ورکړه.

د دې لوبې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او پاکستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستانۍ لوبډلې د ۵ لوبغاړو په زیان هندۍ لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه چې پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې صاحبزاده فرهان ۵۸ منډې وکړې.

هندۍ لوبډلې په اسانۍ ټاکل شوی هدف په ۱۹م اور کې د ۴ لوبغاړو په زیان بشپړ او لوبه یې په ستر توپير وګټله.

هند لپاره ابیشک ۷۴ او شبمن ګیل بیا ۴۷ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د روان پړاو لومړۍ لوبه پرون ماښام د سریلانکا او بنګله دیش لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې، په کې بنګله دېش، سرېلانکا ته ماته ورکړه.